تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ طالبان ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۱۹ طالبان ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، غزني، اروزګان، هرات، سرپل, فاریاب، بغلان او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.