هرات کې ۱۶ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هرات ولایت کوه زور، اوبې، رباط سنګي او پشتون زرغون ولسوالیو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۱۶ ترهګر ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.