هلمند کې ۸ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ کې طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۸ ترهګر ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول.
دغو عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ پراخې سیمې د ترهګرو له شتونه پاکې شوي دي.
همداراز ۱۰ میله وسلې، ۵ پایې مخابرې، ۱۵ تیرکشونه، ۲ موضع او ۱ صوف له منځه وړل شوي دي.