د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ قوماندانۍ خبرتیا!
د ملي پوځي اکاډمۍ د اولسمې دورې د کانکور آزموینې ټولو داوطلبانو ته چې د آزموینې د شمولیت کارت یې اخستی دی، خبر ورکول کیږي، چي د ملي پوځي اکاډمۍ د کانکور ازموینه د ۱۴۰۰ کال غبرګولې (جوزا) میاشتې په دولسمه نېټه واخستل شي؛ مګر د کرونا ویروس په خپریدو سره تر بیا خبرتیا پورې و ځنډول شو، له دی امله ټول داوطلبان په دې خبروي او د بیا پیلیدو دقیقه نېټه به بیا ورسته اعلانیږي.