کندز کې د طالب ترهګرو په زندان د کومانډو ځواکونو عملیات
تېره شپه د کمانډو ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت مرکز اړوند په «قوش تپه» کلي کې د طالب ترهګرو په یو زندان عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې د طالبانو له زندانه ۵ تنه آزاد شول، ۱۲ طالب ترهګر ووژل شول او ۸ تنه ونیول شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راغلې او ۱ پټنځای له منځه یوړل شو.