تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۸ طالبان ووژل او ۷۰ نور ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۲۸ طالبان ووژل او ۷۰ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۲۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، لغمان، کندهار، بادغیس، هرات، فاریاب، بلخ، سرپل، هلمند، بغلان او بدخشان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.