بلخ کې طالبانو د استخباراتو مسول په ګډون ۱۱ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ هوایي ځواکونو د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ په "اقتیپه" کلي کې د طالبانو موضع او تجمع په نښه کړل.
چې په پایله کې د دې ولایت لپاره طالبانو د استخباراتو مسول په ګډون ۱۱ ترهګر ووژل شول او چهاربولک ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې کمیسیون غړی مولوي روحاني په ګډون ۳ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن ۱ موضع، ۸میله بېلابېل ډول وسلې، ۲ کرولا موټر، ۱ میل زیکویک، ۶موټر سایکلونه له منځه وړل شوي.