کندهار کې د ترهګرو د ماین جوړولو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې
نن مخکې له غرمې دفاعي او امنیتي ځواکونو د دګډو عملیاتو په دوام سره، د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې دطالبانو یوه کارخونه او یوه اندازه چاودیدونکي توکي، ماینونه او مهمات چې غره کې څمڅو کې ځای پرځای شوي وو کشف شول.
ترهګرو غوښتل دغو ماینونو او چاودیدونکو توکو څخه دملکي، پوځي کسانو وژلو، ورانکاره فعالیتونو او د عمومي سړکونو ویجاړیدو کې ترې کار واخلي.
خوشبختانه دفاعي او منیتي ځواکونو د طالبانو دغې کارخونې کشف کیدو سره د دښمن شوم پلانونه ناکام او شنډ کړل.