جوزجان کې هوایي بريد پرمهال ۱۲ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

s.mohmand

تېره ورځ  هوایي قواوو جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ"قره بوئین" سیمه کې د ترهګرو  طالبانو تجمع باندې عملیات ترسره کړل.

دغو عملیاتو پایله کې ۵ ترهګر ووژل شول او ۷ نورټپیان شول.

همداراز د دښمن ۴موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي.

د دې پخوا کې ۲ ماینونه چې ترهګرو طالبانو د قرقین ولسوالۍ مرکزکې  د ملکي او پوځي کسانو د وژلو په موځه ځای پرځای کړي وو، ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.