زابل کې د ترهګرو په غونډو باندې د دفاعي او امنیتي ځواکونو بریدونه

s.mohmand

 تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، دګډو عملیاتو په دوام سره، د زابل ولایت مرکز کلات او شاجوی ولسوالۍکې ترهګر طالبان په نښه کړل.

پایله کې ۷ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

همداراز د طالبانو ۱ موټر، ۲موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې، مهمات له منځه وړل شوي.