لوګر کې ۲۲ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ اړوند "ګرم ابه ډبر" او د محمداغې ولسوالۍ "زرغون ښار" سېمو کې پر طالب ترهګرو هدفمند بریدونه ترسره کړل.

چې په پایله کې ۲۲ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۱ تنه نور ټپيان شول، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.