لغمان کې ترهګرو پروړاندې چاڼیز عملیات په شدت سره دوام لري
نن دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د لغمان ولایت مرکـز علیشنک او الینګار ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
پایله کې د ترهګرو ۶ مهم غړو په ګډون ۱۸ طالبان ووژل شول او ۲ نورټپیان شول.
همداراز د دښمن ۲موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.
لغمان کې ترهګرو پروړاندې تر بشپړ پاکیدو پورې عملیات دوام لري...