تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۲ طالبان ووژل شول، ۴۸ ټپيان شول او ۲ نور ونیول شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۹۲ طالبان ووژل شول، ۴۸ ټپیان شول او ۲ کسان ونیول شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۳۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد لغمان، مېدان وردګ، لوګر، سرپل، بلخ، هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.