نیمروز کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو کې ۱۵ طالبان ووژل شول
تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په دوام سره، نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
پایله کې ۱۵ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن ۱موټر یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.