فراه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د ۷ طالبانو وژل کیدل

s.mohmand

نن سهار دفاعي امنیتي او کومانډو ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۷ طالب ترهګر ووژل شول او ۳ تنه ټپيان شول.

همدا راز د دښمن ۳ قرارګاوې, ۱ موټر , ۳ موټر سایکل, زیات شمېر مهمات او په یاده ولسوالۍ کې ۱۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.