هرات کې د طالبانو یو مهم غړی ونیول شو
تېره ورځ کومانډو ځانګړو ځواکونو هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ بازار کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی" عبدالله د نعمت الله زوی" ونیوه.
دغه ترهګر پر لویه لار طالبانو ته د دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په اړه معلومات ورکول، چې د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ بازار کې کومانډو ځواکونو تر پېژندنې وروسته یوه اندازه وسلو سره ونیوه.