غزني کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو کې ۲۹ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د غزني ولایت مرکز، قره باغ او خواجه عمري ولسوالیو کې طالبانو پر وړاندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۲۹ ترهګر ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن، ۱۷ میله سپکې وسلې، ۳ قرارګاوې، ۱ ډیپو او یوه اندازه چاودیدونکي توکي وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د یادونې وړ ده چې یادو سیمو کې امنیتي وضعیت مخ په ښه کیدو دی.