کندهار کې ۱۴ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه دفاعي او امنيتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

پایله کې ۱۴ طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن ۷ بېلابېل موټر، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ۶ بېلابېل ډول وسلې او مهمات یې افغان ځواکونو لاسته ورغلي..