ننګرهار کې ۱۹ ترهګر د دفاعي او امنیتي ځواکونو بریدونو کې ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنيتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
پایله کې ۱۹ طالبان ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
د دې په خواکې ۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو یادې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او د سیمې څخه لرې چاودنه ورکړل شوه.