تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰ طالبان ووژل شول او ۵۹ نور ټپيان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۸۰ طالبان ووژل شول او ۵۹ ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۱۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد غزني، لوګر، زابل، هرات، فراه هلمنداو بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.