تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹ طالبان ووژل شول او ۲۸ نور ټپيان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۵۹ طالبان ووژل شول او ۲۸ ټپیان شول.

همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۳۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد لغمان، کندهار، هرات، غور، فاریاب، هلمند او بدخشان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.