لوګر کې طالب ترهګرو د سرې قطعې د ۳ سرګروپانو په ګډون ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
تیره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې پر طالب ترهګرو بریدونه تر سره کړل.
چې په پایله کې طالبانو د سرې قطعې د ۳ مهمو سرګروپانو "مومولوي عبدالحمید" مشهور په "حماسي"، "قاري موسی" او "مولوي عبدالمجیب" په ګډون, ۵ ترهګر ووژل شول او ۹ تنه نور ټپیان شول.