کندهار کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې،۷ طالبان ووژل شول، ۱ تن ټپيان شو، د دښمن ۱ موټر، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.