کندهار کې ۱۴ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت پنجوايي او ژیړۍ ولسوالیو کې طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې، ۱۴ طالبان ووژل شول، ۷ تنه ټپيان شول، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.


همدا راز طالبانو د یاد ولایت ارغنداب ولسوالۍ اړوندو سېمو کې د ملکي او پوځي کسانو نښه کولو په موخه ۱۰ بیلابیل ډول ماینونه ځای پر ځای کړي وو, د ملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.