ننګرهار کې طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون ۳۱ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند "ظریف خیل" سېمه کې پر طالبانو هدفمند بریدونه تر سره کړل.

چې په ترڅ کې طالبان د سرې قطعې قوماندان, "احمد" په ګډون, ۳۱ ترهګر ووژل شول, ۱۳ تنه ټپيان شول, یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز طالبانو د یاد ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د ملکي او پوځي کسانو نښه کولو په موخه ۳ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو, د ملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.