زابل کې د ۲۰ طالب ترهګرو وژل کیدل

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د زابل ولایت په ارغنداب, شینکۍ او میزان ولسوالیو کې پر طالب ترهګر هدفمند هوایي بریدونه تر سره کړل.

چې په پایله کې, ۲۰ طالبان ووژل شول, ۷ تنه ټپيان شول, د دښمن ۵ موټر سایکل, یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز د یاد ولایت میزان ولسوالۍ اړوندو سېمو کې طالبانو د ملکي او پوځي کسانو د نښه کولو په موخه ۲۵ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو, د ملي اردو ځواکونو انجینیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.

ملي اردو ددې ماینونو په کشف او شنډولو سره د لسګونه کسانو ژوند وژغوره.