کابل پغمان کې ۴ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ ارغندې بالا سیمه کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.

په پایله کې ۴ طالبان ووژل شول او د طالبانو ۴ موټر سایکلونه یوه اندازه وسلې، مهمات له منځه وړل شوي.

د دې پخواکې ۲۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو یادې سیمه کې دملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو.

خوشبختانه دملي اردو ځواکونو له لوري کشف او د سیمې څخه لرې چاودنه ورکړل شوه.