فاریاب کې د طالبانو د عامې روغتیا مسول په ګډون ۷ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوایي قواوو د فاریاب ولایت دولت اباد او قرمقُل ولسوالیو کې دطالبانو یوه غونډه او د اخاذۍ مرکز په نښه کړل.
په پایله کې د قرمقُل ولسوالۍ لپاره طالبانو د عامې روغتیا مسول په ګډون ۷ ترهګر ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
همداراز د طالبانو ۱ موټر،۴موټرسایکلونه، ۲ قرارګاوې او د اخاذۍ مرکز یې له منځه یوړل شول.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو یو مهم غړی، په نوم د "ملا صحبت الله" مشهور په سیرت پوه شو چې د طالبانو روانه جګړه حرامه او اسلامي جواز نه لري، له وسلو سره یوځای اندخوی ولسوالۍ کې دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یوځای شو.