تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹ طالبان ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۳۹ طالبان ووژل شول او ۲۸ تنه نور ټپیان شول، زیات شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.
همدا راز، ۳۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په بیلابیلو سیمو کې دملکي خلکو دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان دهېواد غزني، ننګرهار، لغمان، بلخ، زابل، هرات، فراه او کندهار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي.