هرات کې د طالبانو د ۴ تنه مخکښو قوماندانانو په ګډون ۵۰ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند په «زیرکوه» سېمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د ۴ مخکښو قوماندانانو «مدثر»، «اسماعیل»، «حافظ» او «زبیر» په ګډون، ۵۰ ترهګر ووژل او ۲۵ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دغه بریدونو کې د دښمن زیاته اندازه وسلې، تجهیزات او یو زیات شمېر موټر سایکل له منځه یوړل شول.