کندهار کې ۱۸ طالبان ووژل شول او موټر بم برید یې ناکامه شو

s.mohmand

تېره ورځ  دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ " جلاور" او "تابین"  اړوندو کلیو کې عملیات تر سره کړل.

د دغو عملیاتو په پایله کې ۱۸ طالبان ووژل شول، د دشمن ۱ موټر سایکل، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول او  ۱۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.

همدا راز  یادې ولسوالۍ کې ملي اردو ځواکونو د طالب ترهګرو  یو موټر بم هدف ته تر رسیدو مخکي مخه ونیوله او د لسګونه هېوادوالو ژوند وژغورل شو.