میدان وردګو کې د ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډول
میدان وردګو کې د ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډول ۱۴۰۰ کال د وري ۱۰مه طالبانو د میدان وردګو ولایت په مرکز ۲ نمبر لویې لارې اړوند د (کوټه عشرو) سیمه کې ملکي وګړو او پوځيانو ته د زیان رسولو په موخه، ۴ کړۍ ماینونه خښ کړي وو.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د دې ماینونو په کشف او شنډولو سره د لسګونه تنو ژوند وژغوره.