زابل کې ۲۷ طالبان ووژل شول

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځواکونو او د هوایي قواوو په ملاتړ زابل ولایت شینکۍ او میزان ولسوالیو کې طالبان په نښه کړل.

د دغو عملیاتو په پایله کې ۲۷ طالبان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن ۱ سوف، ۷ موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.
د دې ترڅنګ د شینکۍ ولسوالۍ پراخې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوي.

د دې په خوا کې ۸ کړۍ د ماینونه چې طالبانو یاد ولایت ولایت شینکۍ ولسوالۍ  کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

ملي اردو ځواکونو دغو چاودنو مخه ونیوله، او دلسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شول.