د کب ۲۷مه (خبریالانو د ورځې) په مناسبت د ملي دفاع وزارت د لوموي مرستیال او سرپرست پیغام
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست شاه محمود "میاخیل" د کب ۲۷مه د خبریالانو ورځ, چې د دروند او سخت مسؤلیت(خبریالۍ د سپيڅلي او پاک مسلک) کورنۍ ټولو محترمو غړو ته, چې په سختو حالاتو کې دغه له خطره ډکه دنده سرته رسوي, مبارکي وویله او هغه خبریالانو ته چې خپل خوږ ژوند یې د خلکو د چوپړ په لار کې قربان کړ, د الله تعالی ج له درباره بښنه او کورنیو ته یې د زغم او جمیل صبر هیله کوي.
د ملي دفاع وزارت مشرتوب یو ځل بیا ژمنه کوي, چې د افغانستان د نافذه قوانینو په چوکاټ کې به د عزتمندو رسنیو او خبریالانو سره د معلوماتو په شریکولو کې له هیڅ کوښښ څخه دریغ نه کوي.