فاریاب کې ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په دوام سره فاریاب ولایت المار ولسوالۍ کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۷ تنه ټپیان شول، د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات له منځه وړل شوي دي.