کندهار کې افغان ځواکونو ۲۶ طالبان ووژل

s.mohmand

تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د کمانډو ځانګړو ځواکونو او دهوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام سره نن کندهار ولایت ارغنداب او شاه ولیکوټ ولسوالیو اړوند سیمو کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۲۶ طالبان ووژل شول،۳ ټپيان شول او د ارغنداب پراخې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوي دي.

همداراز دغو بریدونو کې، دښمن ۳ موضع، ۱۰موټرونه، ۱۵موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې، مهمات يې له منځه وړل شوي دي.