هرات کې کمانډو ځواکونو د طالبانو له زندانه ۳۴ کسان ازاد کړل

s.mohmand

تېره شپه  کمانډو ځانګړو ځواکونو هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ"کروچه"  اړوند سیمه کې د ځانګړوعملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندان څخه ۳۴ کسان خوشي کړي.

دغو ۳۴ کسانو کې ۱۱ دملي اردو ځواکونه،۷ پولیس، ۳ هوایي ځواکونه،۵ پروژې کارکوونکي، ۱ ولسي پاڅون کوونکی او ۷ ملکي کارکوونکي وو چې د طالبانو له زندانه ازاد کړل شول.

همداراز دغو عملیاتو کې ۶ ترهګر طالبان د کمانډو ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول، ۲ موټرسایکلونه، ۱زندان، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.