پکتيکا کې ۱۰ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ګډو ځواکونو د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اړوند په «شنک» سېمه عملیات تر سره کړل.
ددغه عملیاتو په پایله کې ۱۰ ترهګر طالبان ووژل شول او ۳ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز د دښمن ۳  کلاشینکوفونه، ۲ پیکاوې، ۱ راکټ، ۱ موټر سايکل او یو شمېر مهمات د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راغلي دي او ۳ موټرسایکلونه، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او یو شمېر کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول.