د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست او د کورنیو چارو وزیر د سرتیري د ملي ورځې په مناسبت د سرتیرو د لیدنې، ستاینې او تقدیر په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۷:۵۶
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست او د کورنیو چارو وزیر د سرتیري د ملي ورځې په مناسبت د سرتیرو د لیدنې، ستاینې او تقدیر په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست شاه محمود "میاخېل" او د ملي دفاع وزارت یوشمیر جنرالانو او افسرانو، د سرتیري د ملي ورځې د لمانځلو په موخه نن کندهار ولایت ته سفر وکړ.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د سرتیري د ملي ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډې کې د خپلو خبرو په ترڅ کې، د سرتیري ملي ورځ یې دوی ته مبارکي وویلې او له ترهګرو سره د جدي مبارزې او د خلکو د ځان او مال څخه د دفاع په برخه کې د دفاعي او امنیتي اتلو ځواکونو مېړانې او سرښیندنې یې وستایلې او په نقدي مکافاتو او ستاینلیکونو یې وستایل.

همداراز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست د کندهار په ساحوي روغتون کې له یوشمیر ټپي شویو سرتیرو عیادت وکړ او د سرتیري د ملي ورځې په مناسبت یې له دوی سره نقدي مرستې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۲۰:۴۱
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء غزني ولایت ته ولاړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء, نن غزني ولایت ته ولاړ...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۴۸۱ تنه سېمه ایز سرتيري د اته اونیو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه تازه دمي سرتیري فارغ شول

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۳۰۰ تازه دمي سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول...

بېرته خبرونه ته