ملت ته د دولت د راپور ورکولو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د ۱۳۹۹ کال د خپلو کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور ملت ته وړاندې کړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۲۰:۵۹
ملت ته د دولت د راپور ورکولو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د ۱۳۹۹ کال د خپلو کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور ملت ته وړاندې کړ

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخیل، د ټکنالوژۍ د او لوژستیک د تأمیناتو مرستیال عبدالله رقیبي، د پرسونل او تعلیماتو د چارې مرستیالې منیره یوسف زاده، د ستر درستیز لومړي مرستیال ډګر جنرال اقبال علي نادري او د ملي دفاع وزارت د رییسانو او جنرالانو په شتون کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوې ناستې کې، ملت ته ددغه وزارت د ۱۳۹۹ کال د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور او د راتلونکي کال پلان شریک کړ.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست وویل: د ملي دفاع وزارت د هېواد د دفاعي او امنیتي ارګانونو د مهم او لوی بنسټ په توګه د خپلو ملي دندو او مسوولیتونو د اجرا کېدو په برخه کې له هر بل وخته لا زیات ژمن دی او له هېواد څخه د دفاع د لوی رسالت په درک او د خلکو د امنیت په ټينګښت کې د دښمنانو پلانونه یو په بل پسې دفع او خنثی کړي دي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست، په تیر یوه کال کې دښمن ته د زیاتو تلفاتو په واردیدو سره وویل: په ۱۳۹۹ کال کې د ملي دفاع وزارت فعالیتونه د دښمن په له منځه وړلو، د سولې د خبرو اترو په ملاتړ، د دفاعي قابلیتونو په پیاوړتیا او له تروریزم او کرونا خطرناک ویرس سره په مبارزې متمرکز وو.

په روان کال کې دښمن د هېواد د اوو ولایتونو د سقوط په موخه یرغلیز بریدونه لرل چې بریالي نشول، او برعکس ۸ ولسوالۍ د طالبانو له کنټروله آزادې شوې.

په روان کال کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د بریالیو عملیاتو په ترڅ کې، څه باندې ۱۸ زره تروریستان وژل شوي، ۱۰۲۹۶ تنه ټپیان شوي، ۲۲۵۹ تنه نیول شوي او د دښمن په سلګونه میله سپکې او درنې وسلې او وسایط ضبط شوي دي.

په ۱۳۹۹ کال کې، دښمن دا هڅه کوله څو د ملکي خلکو د تګ راتګ په لارو کې د ماینونو په خښولو سره عمومي مورال ته ضربه ورکړي چې خوشبختانه د ملي اردو ځواکونه وتوانیدل د دښمن له لوري ۱۴۴۱۵ کړۍ تعبیه شوي ماینونه، ۲۳۹ بشکه یي ماینونه، ۷۹۰۳ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، ۳۹ عرادې موټر بم او ۱۳ ځانمرګي واسکټونه کشف او خنثی کړي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست، د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په خوا کې ددغه وزارت د ۱۳۹۹ کال مفصل راپور ارائه کړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته