ننګرهار کې دطالبانو د هیرویینو یوه لویه کارخونه او زر بورۍ چرس له منځه یوړل شوې

s.mohmand

د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ددغې ولسوالۍ "توتو" کلی د طالبانو له شتون څخه پاک کړ او همداراز د دغې ډلې د هیرویینو یوه لویه کارخونه چې عایداتي سرچینه یې وه له منځه یوړل شوه او د دغې ډلې زر بورۍ چرس هم وسوځول شول.  

همداراز ددغو عملیاتو په ترڅ کې، ۱۵۰ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او څه باندې ۱۲۰ کړۍ ماینونه کشف او خنثی شوي دي.