کندهار کې ۱۲ ترهګر طالبان ووژل شول
دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام سره نن کندهار ولایت ارغنداب،پنجوايي او میانشین ولسوایو کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
دغو عملیاتو کې ۱۲ ترهګر ووژل شول او ۲ ټپیان شول.
د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
همدا راز ۱۷ کړۍ ماینونه چې طالبانو یاد ولایت ارغنداب ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او خنثی شول.