کندز لپاره د طالب ترهګرو مالي مسؤل ونیول شو
تېره شپه د ځانګړو ځواکونو د ملي دندو ځانګړې لوا منسوبینو د کندز ولایت مرکز اړوند "کته خیل" کلي کې عملیات تر سره کړل.
چې په ترڅ کې د کندز له پاره د طالبانو مالي مسؤل, د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو او د هدفي وژنو پلان کونکی, "حاجي سید رحمان" له ۷ شکمنو کسانو سره په یاد ولایت کې ونیول شو.
همدا راز په دې عملیاتو کې ۲ طالب ترهګر ټپيان شول, د دښمن ۸ موټر سایکل له منځه یوړل شول, ۱۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.