په تخار کې د ۹ ترهګرو مرګ ژوبله او د طالبانو له زندانه د ۳ ملکي کسانو تښتیدل

s.mohmand

تېره ورځ له غرمې وروسته د هېواد هوایي ځواکونو د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په "دونګ قشلاق" او "النګ" سېمو کې هوایي بریدونه تر سره کړل.

چې په پایله کې, ۳ طالبان ووژل شول, ۶ تنه ټپيان شول, د دښمن ۱ موټر, ۴ موټر سایکل, ۷ میله وسلې, یوه اندازه مهمات او ۳ کړۍ د هغوې خپل جوړ کړي ماینونه له منځه یوړل شول.

همدا راز د دغه بریدونو په ترڅ کې د طالبانو له زندانه ۳ ملکي کسان "شریف الله", "عبدالعلي" او "جک لالا" تښتیدلي اوځانونه یې د ولسوالۍ بازار ته رسولي دي.