د ملي اردو په عملیاتو کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یو پاکستاني په ګډون ۹ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

د ملي اردو ځواکونو د عملیاتو په دوام نن د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یو پاکستاني په ګډون, ۹ ترهګر ووژل او د طالبانو د وسلو او مهماتو یو لوی ډیپو له منځه یوړل شو.

د دې عملیاتو په لړ کې, ۳۵ ماینونه چې د طالبانو له لوري د خلکو د تګ راتګ په لارو کې ځای پر ځای شوي وو, د ملي اردو ځواکونو انجینرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول او څو کلي د ترهګرو له شتون څخه پاک شول.