بغلان کې د هوایي برید پر مهال طالبانو د اخاذۍ مرکز او چک پاینټ له منځه یوړل شول
تېر ه ورځ بغلان ولایت د پلخمري او سمنګان لومړي نمبر لويې لارې اړوند په "سرخ کوتل او تاجکان" سیمه کې د طالبانو د باجګیرۍ او اخاذۍ مرکز باندې هوايي برید ترسره کړ.
ددغه برید په پایله کې ۱۰ ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
همدا راز د طالبانو ۱۰ میله بېلابېل ډول وسلې او یوه اندازه چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.