په پکتیا کې کومانډویانو د طالبانو د استخباراتو یو مهم غړی ونیوه

s.mohmand

تېره شپه د ځانګړو دندو ملي لوا ځانګړو ځواکونو، د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند، د طالبانو د استخباراتو یو کلیدي غړی «عبدل» مشهور په «انجینر» ونیوه.
نیول شوي کس، د ګردیز د ترهګریز موټر بم برید په ګډون په یو شمېر تروریستي پیښو کې کلیدي نقش درلود.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۱ موټر، ۱ موټر سایکل، د ماینونو ۳ ریموټونه او د طالبانو د استخباراتو یو شمېر پاڼې لاسته راغلې دي.