کندهار کې روانو پوځي عملياتو کې ۱۳ طالبان ووژل شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
دغو عملیاتو پایله کې د طالبان د دوه قوماندانانو عبدالطیف د "حیدر" شبکې او ظفر محمد "البیت" شبکې غړو په ګډون ۱۳ ترهګر ووژل شول او ۲ کسان ټپیان شول.
د دښمن یوه پيکا، یو میل راکټ او یو اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي یادې ولسوالۍ جوی لاهور او بابران سیمه د طالبانو له شتونه څخه پاکه شوې.
همدا راز ۱۷ کړۍ، ماینونه چې طالبانو دغې ولسوالۍ بابران سیمه کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.