په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۳ طالبان وژل شوي
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۵۳ طالبان وژل شوي، ۳۲ ټپیان شوي او ۵ کسان يې نیول شوي دي.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ۳۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
دغه طالبان د کندهار، ننګرهار، زابل، میدان وردګ، خوست، ارزګان، بلخ، کندوز او هلمند ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.