په بلخ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۶ طالبان ووژل شول
نن د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په «آق تیپه» او «ګور تیپه» کلیو کې د هوايي ځواکونو د دوه بریدونو په پایله کې، د طالبانو د مخکښو غړو په ګډون، ۵۶ ترهګر ووژل شول.
په دې بریدونو کې طالبانو ته د درنو تلفاتو سربیره، د دښمن ۲ قرارګاوې، د مهماتو ۱ لوي ډیپو، ۲ د ۸۲ توپونه، ماینونه، موټر درنې او سپکې وسلې له منځه یوړل شوې.